ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي نظام کې د پانګوالو مال او ځان خوندي دی

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې د عوفي بهرام شرکت له مسولینو او د هغه له بهرنیو شریکانو د یمن، ترکیې او ندونیزیا هېوادونو له اوسېدونکو سره لیدنه کړې او د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله یې خبرې کړي دي.

د اوبو او انرژي وزیر ویلي، له نیکه مرغه په افغانستان کې له کلونو جګړو او ستونزو وروسته اوسمهال د هېواد په ټولو برخو کې یو اسلامي شرعي نظام حاکم شوی، د افغانستان د ابادي او پراختیا په موخه د پانګونې لپاره له هره پلوه زمینه چمتو شوې ده.

دغه‌راز ملا عبداللطیف منصور یادو پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې په اوسنیو شرایطو کې د پانګوالو مال او ځان خوندي دی او په دغه هېواد کې د پانګونې لپاره اړینې وړتیاوې شتون لري.

په ورته مهال د یادو شرکت مسولینو هم په افغانستان کې د بېلا بېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید او د اوبو رسولو د پروژو په برخه کې پانګونې ته د لېوالتیا په څرګندولو سره ژمنه کړې، چې د افغاني انجنیرانو د تخنیکي زده کړو په برخه کې به هم له دغه وزارت سره همکاري وکړي.