ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې او رازي پراختیایي او ټولنیزې موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوه

نن سې‌شنبه د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي او د رازي موسسې RSDO د همغږۍ مسول عبدالناصر پویا ترمنځ لیدنه وشوه او د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.

د یادې هوکړې د لاسلیک پر مهال ملا نورالدین ترابي ووېل؛ موږ د هر هغه موسسې ملاتړ کوو، چې د هېواد د پرمختګ په برخه کې کار کوي.

د رازی موسسې RSDO د همغږۍ مسول عبدالناصر پویا ویلي، چې رازی موسسه له ۱۳۷۸ کال راهیسې په کندهار، هرات، بادغیس او غور ولایتونو کې په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ۳۸۳،۴۴۹ امریکایي ډالرو په ارزښت د هوکړه‌لیک پر بنسټ به په زنده‌جان، کشک‌کهنه، گلران، کوه‌سان ولسوالیو او د هرات ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۱۸۳،۰۰۰ نفرو ته د خوراکي او نغدو پیسو مرستې ووېشو.

د ښاغلي پویا په وینا؛ سروې به د رازي موسسې لخوا ترسره کېږي، او څارنه به یی د هرات ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره او د یادې موسسې له لوري ترسره کېږي. د دې مرستو پلي کوونکی د خوړو نړیوال سازمان دی.

دا مرستې په څلورو ولسوالیو کې چې هرې کورنۍ ته به ۵۰ کیلو اوړه، ۶.۵ کیلو دال نخود، ۴.۵ لیتره غوړي، نیم کیلو مالګه او د ماشومانو او میندو لپاره تغذیوي مواد ورکول کېږي.

همدارنګه په هرات ښار کې د ۱۳،۰۹۶ کورنیو لپاره به هرې کورنۍ ته د شپږو میاشتو لپاره ۲۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شي.

په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخېزه همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.