ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبداللطیف منصور: د انرژي د پراختیايي پروژو پلي کول د هېواد اړتیا ده

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ملګروملتونو (UNDP) سازمان د پراختیا او پرمختګ پروګرام له مسول استیفین او د دغه بنسټ له یو شمېر نورو مسولینو سره د اوبو او انرژي په پروژو کې د همغږي او پراختیا د همکاریو په اړه خبرې کړي.

په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي وزیر په هېواد کې د اوبو او انرژي د پروژو حیاتي ارزښت ته په اشارې ویلي، په اوسنیو شرایطو کې په هېواد کې د اوبو د مدیریت او د انرژي د پراختیايي پروژو پلي کول د افغانستان د خلکو تر ټولو اړینه اړتیا ده.

ملا عبداللطیف منصور ټینګار کړی؛ په افغانستان کې د ټولو نړیوالو او بشري حقونو بنسټونو څخه تمه ده، چې نه یوازې په ژمنه بلکې په عمل کې د افغانستان له خلکو سره د انرژي د پراختیا او د اوبو رسولو د پروژو په برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي د کابل- پنجشیر د اوبو لېږد پروژې ته په اشارې سره د یاد پروګرام مسولینو ته وړاندیز کړی، چې د دغې پروژې د تمویل په برخه کې د اوبو او انرژي له وزارت سره همکاري وکړي، چې دغه پروژه د کابل ښار د اوسېدونکو لپاره حیاتي ده او د پلي کولو زمینه یې هم له هره پلوه چمتو ده.

ښاغلي منصور یادونه کړې؛ د نوې کېدو وړ انرژي د پروژو د پلي کولو په برخه کې ټاکل شوې ده، چې له ټولو اړوندو بنسټونو څخه یوه ګډه کمېټه رامنځته شي چې په رامنځته کولو کې به یې په دې برخه کې اړینې اسانتیاوې چمتو شي.

همدغه راز، د یاد پروګرام مسول هم په افغانستان کې د اوبو او انرژي په برخه کې د ټولګټو پروژو په برخه کې د خپلو کړنو په هکله معلومات وړاندې کړي او د اوبو او انرژي له وزارت سره یې د خپلو همکاریو د پراختیا په برخه کې ژمنه کړې.

نوموړي همدارنګه د نوې کېدو وړ انرژي د کمېټې لپاره د تخنیکي او مالي همکاریو په ترسره کولو کې هم ډاډ ورکړی.