ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي معاونیت غونډه؛ په پراختیايي برخو کې د اوږد مهاله مرستو پر زیاتوالي او د موسساتو د ستونزو پر حل خبرې شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د دفتر لوی رییس مفتي عبدالله عزام په مشري جوړه شوې غونډه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت اړوند د عامه اړیکو ریاست او د کورنیو موسساتو د استازو ترمنځ په پراختیايي برخو کې د اوږدمهالو مرستو پر زیاتوالي او د موسساتو د ستونزو پر حل خبرې شوې.

ښاغلي عزام یادې غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې کورنیو موسساتو په سختو حالاتو په ځانګړي ډول په هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو پر مهال هېوادوالو ته بشري مرستې رسولې او د هغوی لاسنیوی یې کړی، چې اسلامي امارت یې قدردانی کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ له لسیزو جګړو وروسته په افغانستان کې د ابادۍ او د ولس د ستونزو د اساسي حل فرصت برابر شوی او غوره ده، چې کورني موسسات له اسلامي امارت سره په همغږۍ د امکان تر حده خپلې مرستې پراختیايي برخو ته واړوي او دا به په اوږد مهال کې د هېوادوالو اقتصادي ستونزې حل کړي.

ورپسې د کورنیو موسساتو استازو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له مسولینو مننه کړې، چې د کورنیو موسساتو د ستونزو د حل او په پراختیايي برخو کې یې د اوږد مهاله مرستو د جلب او تطبیق په موخه د همغږۍ غونډه را بللې ده.

دوی خپلې ستونزې او د اوږدمهاله مرستو د جلب او تطبیق په برخه کې وړاندیزونه د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له مسولینو سره شریک کړي.

د غونډې په پای کې دواړو لورو د اسلامي امارت او کورنیو موسساتو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو او په دې برخه کې د ګډ کار کولو پر دوام ټینګار کړی.