ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د الماتا په سفر کې د خصوصي سکتور له استازو سره یوه عمومي غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت، وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د قزاقستان د الماتا په ښار کې د لا زیاتې همغږۍ او نظم په موخه، د ګډون کونکي دولتي او خصوصي سکتور استازو یوه عمومي ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې ښاغلی عزیزي د اسلامي امارت اقتصادي پالیسیو، د تېرو سفرونو تجربو او د نندارتونو جوړولو تجربو ته په پاملرنې سره وویل: «اوس د افغانستان د اسلامي امارت پروګرامونه په سیمه ییزه او نړیواله کچه خپل ځای پیدا کړی دی. همدارنګه له ټولو ګډونوالو غواړو چې له هغو ورځو څخه چې هلته هستوګن دي، تر ټولو ډېره او غوره ګټه پورته کړئ، ځکه چې د دې ډول نندارتونو جوړول د سوداګرۍ د نړیوال توب لپاره زمینه برابروي.»

همدا راز پدې ناسته کې د خصوصي سکتور یو شمېر غړیو د دې ډول سفرونو او پروګرامونو دلا ښه والي لپاره خپل لید لوري او وړاندیزونه په ناسته کې شریک کړل.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کورنیو تولیداتو نندراتون د روانې میاشې له ۲۰ تر ۲۲ نېټې پورې د قزاقستان په الماتا ښار کې جوړېږي.