ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د یحیی السنوار د شهادت په اړه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د تعزيت پیغام!

د فلسطین د اسلامي غورځنګ (حماس) د سیاسي مشر یحیی السنوار د شهادت په اړه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د تعزيت پیغام!

حامدا و مصلیا امابعد:
قال الله تعالی:
اعوذ بالله من الشیطن الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عٰهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضٰى نَحْبَهُۥ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : ۲۳
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د حماس اسلامي غورځنګ مشر یحیی ابراهیم حسن السنوار د اسرائیلي صهیونیستي اشغالګرو په یوه حمله کې په شهادت رسیدلی.
إنالله و إنا إليه راجعون
د الله تعالی په لاره کې شهادت د هر مسلمان بیا په تېره د جنګیدونکي مجاهد ستر ارمان وي، موږ د اتل مجاهد ورور، یحیی سنوار د شهادت له امله د حماس اسلامي تنظیم، ټولو مجاهدینو او خصوصا د فلسطین مظلوم او مجاهدو خلکو ته تسلیت وایو.
الله تعالی دې د مرحوم سنوار شهادت قبول کړي، کورنۍ، ټولو دوستانو او متعلقینو ته دې یې جمیل صبر او جزیل اجر ورکړي.
اسرائیلي اشغالګر باید هیره نه کړي، چې د مجاهدو مشرانو شهادتونه به لا هم د دښمن په وړاندې جهادي مبارزه تونده او څو برابره تقویه کړي ان شاءالله تعالی.
موږ د نړۍ له ټولو مسلمانانو څخه غواړو، چې د فلسطین د مظلومو خلکو له داعیې څخه ملاتړ وکړي، د هغوی تر شا ودریږي او دغه مشترک الهي مکلفیت چې ټولوته راجع دی اداکړي.
اللهم أجرنا فی مصیبتنا واخلف لنا خيرًا منها