د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت مسولینو، ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت مقام دفتر رییس مولوي میرزا محمد شکیب ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي؛ د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د یونیسېف ادارې په مالي همکارۍ د څښاک پاکو اوبو ۱۰۴ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي، چې له امله یې یو میلیون ۴۴۷ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوي.
د کلیو پراختیا وزارت مرستیال مفتي سید احمد مستقیم ویلي؛ د هېواد په کچه د یو میلیارد او ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو رسولو پروژو چارې روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې شپږ میلیونه او ۷۰۰ زره کسانو ته د څښاک پاکه اوبه برابرې او ځایي اوسېدونکي به ۹۶۷ زره ورځې د کار زمینه برابره شي.
نوموړي ویلي، د هېواد په کچه د همکارو موسسو په همکارۍ ۲۸۹ د پاکو اوبو نوې شبکې او۷۷۲ څاګانې جوړې او د ۱۱۹ شبکو او دوه زره او ۵۰۰ څاګانو ترمیماتي چارې تر سره شوي، چې په پایله کې یې دوه میلیونه او ۶۰۰ زره کسان پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
ښاغلي مستقیم زیاته کړې، د پاکو اوبو رسولو ۱۸۶ شبکو او ۶۶۷ څاګانو د جوړولو او ۱۳۱ شبکو او دوه زره او ۷۴۷ څاګانو د ترمیم چارې دوام لري، چې په بشپړېدو سره به یې دوه میلیونه او ۱۶۷ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
د مفتي سید احمد مستقیم په وینا؛ بادغیس، هلمند،کندهار او خوست ولایتونو کې د کانالونو، استنادي دېوالونو، سړکونو، پلونو او کارېزونو پاکولو ۲۵ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او په ۱۴ ولایتونو کې ورته ۵۹ پروژو چارې روانې دي.
د کلیو پراختیا وزارت مرستیال یاد پروګرام کې ویلي؛ چې په کابل، لوګر، کاپیسا، پروان او بادغیس ولایتونو کې ۳۵ کیلو متره په اوږدوالي د سړک جوړونې پروژې هم پلي شوي دي.