ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې او مالداري وزیر خوست کې د ځنګلونو په ساتنه او پراختیا ټینګار کړی

د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزیر مولوي عطاالله عمري له مل پلاوي سره خوست ولایت کې د مشرانو او حکومتي مسولینو په یوه ستره غونډه کې ګډون کړی.

نوموړي په دې غونډه کې د ځنګلونو د ساتنې، احیا، پراختیا او معقولې ګټې اخیستنې په اړه خبرې کړې. مولوي عطاالله عمري د یوې طبیعي پانګې په توګه د ځنګلونو پر ساتنه ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دې ځنګلونو اصلي ګټه تاسې خلکو ته رسېږي او پر بنسټ یې له اکسیجن، پاکې هوا، ښکلي چاپېریال او مېوو څخه ګټه اخلئ.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې سرچینو د لا ښې ساتنې او پراختیا لپاره باید هڅه وکړو، چې راتلونکي نسلونه یې وکاروي او موږ ته د خیر دعا وکړي.

ښاغلي عمري له خلکو غوښتي، چې د لرګیو د پرې کولو او قاچاق مخنیوي کې مرسته وکړي.

د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني هم د ځنګلونو پر اهمیت ټینګار کړی او له خلکو سره یې د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې، چې ټول سیمه‌ییز مسولین به په دې برخه کې په جدیت سره کار وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم ویلي، چې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته په هېواد کې نظم او امنیت ټینګ شوی او د ځنګلونو په شمول باید د ټولو ملي سرچینو ساتنه وشي.

نوموړي د دې پانګو د ساتنې لپاره دفاعي او امنیتي ځواکونه پیاوړي بللي دي. د دې تر څنګ له ځنګليزو ولسوالیو څخه د تڼي او منګل قومونو استازو د کاري فرصتونو او د کرنې او مالداري د ملاتړ غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې بې‌وزلي د ځنګلونو د پرې کولو یو له اصلي لاملونو څخه ده.

دوی ژمنه کړې، چې که د خلکو اړتیاوو ته پاملرنه وشي او د کار زمینې برابرې شي، د ځنګلونو پرې کول به ودروي او له امارت سره به همکاري وکړي. په پای کې یوه کمېټه جوړه شوې، چې د څو ادارو استازي به پکې ګډون ولري، ترڅو د خوست ولایت په ادارو کې موجود لرګي وڅېړي او تشخیص یې کړي.