ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت ته د خلکو د ستونزو حل لومړیتوب لري

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بغلان د نهرین او بورکې ولسوالیو له یو شمېر مجاهدینو او مسولینو سره لیدنه وکړه.

یادو مجاهدینو او مسولینو د حکومت او ولسونو تر منځ رغنده اړیکو ته په اشارې ویلي، چې په بېړنیو حالاتو کې له خلکو سره مرسته او پر وخت یې لاسنیوی د ولسونو د رضایت سبب شوی او اسلامي امارت د امکان تر بریده مرستې تر ځايي وګړو رسولې دي.

دوی زیاته کړې، چې په یادو ولسوالیو کې د یو شمېر بنسټېزو پروژو چارې روانې دي، اما ولسونه د لا ډېرو پراختیايي پروژو غوښتنه کوي.

دوی دغه راز د جوماتونو، استنادي دېوالونو او سړک جوړولو او په نورو برخو کې هم د خلکو وړاندېزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په جهادي دورو کې د بغلان د ولسونو مبارزه ستایلې او راغلو مسولینو ته یې په خطاب کې ویلي، چې تر خپل توان ولس ته د خدمت هڅه وکړئ او د چارو د لاښه ترسره کېدو په موخه د خلکو سلا مشورې واورئ.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت ته د خلکو د ستونزو حل لومړیتوب لري، له ټولو ممکنه لارو به د بغلان په نهرین او بورکې ولسوالیو کې د ولسونو وړاندېزونو ته رسیدنه وشي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د بورکې او نهرین د خلکو د یو لړ ستونزو د حل په موخه له اړوندو او مرستندویه ادارو سره خبرې شوي دي.