ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کور او ښار جوړولو وزیر: دندې ته باید د غنیمت په سترګه نه، بلکې د امانت او ستر مسولیت په سترګه وکتل شي

د کور او ښار جوړولو وزارت د ۹۴ خالي بستونو برېښنایي ازموینه واخیسته.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني وایي؛ د حکومتونو مسولیت دی، چې دندې وړ او ژمن کسانو ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړې، چې که څه هم ځینې کسان د نورو له لوري ور پېژندل شوي، خو دوی د ازادو سیالیو له لارې ازموینو ته راجع کړل، تر څو وړ او ژمن کس انتخاب شي.

ښاغلي نعماني ټینګار کړی، چې خدای، نظام او ولس ته مسولیت لري او هڅه یې دا ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت ته وړ او ژمن کسان د ازادو سیالیو له لارې استخدام شي او په خبره یې ازموینه د امانت په څېر ترې اخیستل کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزیر د ازادو سیالیو داوطلبانو ته په خطاب کې ویلي؛ څوک چې د ورسپارل شوې دندې بې پروایي کوي او په سمه توګه یې نه ترسره کوي، د حدیث پر بنست خاین او بې ایمانه دی او هغه چې ژمنتیا ونه لري، نو بې دینه دی.

ښاغلي وزیر ټولو ته خطاب کړی، چې له خپل رب سره ژمنه وکړي او دنده په پوره ایماندارۍ او صداقت سرته ورسوي.

دغه‌راز دندې ته د غنیمت په سترګه نه، بلکې د امانت او ستر مسولیت په سترګه وکتل شي.

د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور د استخدام بهیر د نظام یو اساس بللی، چې په خبره یې د روڼتیا او سالمې ادارې د رامنځته کولو لپاره مهم دی.

نوموړي زیاته کړې، چې وړ کسان د بحرانونو او ستونزو لاملونه په ګوته کوي او حل لارې وړاندیز کوي.

د چارو ادارې لوی رییس د کور او ښار جوړولو وزارت د هڅو په تایید ویلي؛ دندې باید داسې کسانو ته وسپارل شي چې اداره پرې پیاوړې شي، نوښتونه وکړي او د بې نظمیو مخنیوی وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړې، چې د شایسته سالارۍ لپاره انتخاب وکړي او خلکو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.