ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت سوداګرو او صنعت کارانو ته ځانګړې پاملرنه لري

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د اقتصادي شورا اړوند یو شمېر سوداګرو د کندهار ګمرک ریاست له نوي رییس الحاج مولوي سفر محمد سحر سره لیدنه کړې.

مولوي سفر محمد سحر د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې او همدارنګه د اقتصادي شورا اړوند له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کي ویلي، چې د اسلامي امارت مسولین ټولو سوداګرو او صنعت کارانو ته ځانګړې پاملرنه لري، او په ډاډه زړه هر څوک افغانستان کې پانګونه کولای شي.

نوموړي زیاته کړې، اوس د پانګونې لپاره تر ټولو ښه زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي سحر سوداګرو او پانګه والو ته ډاډ ورکړی، چې د اصولو په نظر کې نیولو سره به یې شپه او ورځ همکاري کوي.

دغه راز د ګمرک رییس له سوداګرو څخه غوښتي، ترڅو د امارتي ادارو سره په پوره همږغۍ او پریکړو د لا ښې پانګونې او پرمختګ لپاره زیاتې هڅې وکړي.