ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

“خلکو ته د ډاډمن امنیت او ټولنیزې هوساینې برابرول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي”

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب له مرستیال والي مولوي حمیدالله ارشاد سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي حمیدالله ارشاد د فاریاب د اجتماعي، اقتصادي او سیمه ییزې حکومتولۍ د وضعیت ترڅنګ د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور وړاندې کړی.

نوموړي ویلي، چې سیمه‌ییز مسولین د امنیت د تأمین او خلکو د خدمت په برخه کې تل کوښښ کوي او د دوی د ستونزو د حل په موخه هیڅ راز هڅې نه درېغوي.

د فاریاب مرستیال والي زیاته کړې، چې د دې ولایت سیمه‌ییز مسولین او مجاهدین د اسلامي امارت د مشرتابه د اوامرو او لارښوونو عملي کولو ته چمتو دي.

مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د فاریاب سیمه‌ییزو مسولینو فعالیتونه او کړنې ستایلې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې خلکو ته د ډاډمن امنیت او ټولنیزې هوساینې برابرول او د دوی ستونزو ته رسیدنه د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او لازمه ده، چې سیمه‌ییز مسولین په دې برخه کې لازیاتې هڅې وکړي.