ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په تازه هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۰ فلسطیینان شهیدان شوي

د فلسطین دولتي خبري اژانس (وفا) د راپور له مخې، غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په تازه بریدونو کې ۱۰ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپيان شوي.

په دې بریدونو کې د غزې شمال بیت‌لاهیا ښار کې یو ښوونځی په نښه شوی، چې په پایله کې یې ۷ فلسطینیان شهیدان شوي.

د زید بن حارثه په نوم په یاد ښوونځي کې فلسطیني بې‌ځایه شویو پناه اخیستې وه.

دغه‌راز د غزې په سویل کې بیا د خلکو پر یوې ډلې هوايي برید شوی، چې لږ تر لږه ۳ فلسطینیان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

پر دې سربېره د غزې د ملکي دفاع اداره وايي، چې د غزې په ښار کې یې پر یوه کور د اسرائیلي یرغلګرو له هوايي برید وروسته د دوو ماشومانو او د هغوی د مور جسدونه موندلي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې پر یوه بل کور برید کې شپږ ټپي کسان هم ژغورل شوي دي.

وفا خبري اژانس بیا راپور ورکړی، چې اسرائیلي یرغلګرو د غزې په شمال کې بریدونه جاري ساتلي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر بېلابېلو سیمو له ۲۰ ډېر بریدونه کړي، چې له امله یې لسګونه فلسطینیان شهیدان او تپيان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو د غزې په شمال کې پوځي محاصره جاري ساتلې او د سیمې د وګړو له جبري ایستلو سره-سره پر بېلابېلو برخو بریدونه کوي.

د غزې شمال کې شاوخوا ۴۰۰ زره فلسطینیان له خوړو، اوبو، درملو او لومړنیو اسانتیاوو پرته ایسار پاتې دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، یوازې پرون سې‌شنبه د اکتوبر پر ۲۲مه غزه کې ۷۰ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۵۷ یې د غزې په شمال کې وو.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۴۲ زره او ۷۱۸ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۰ زره او ۲۸۲ نور ټپیان شوي. پر دې سربېره لسګونه زره نور تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې پاتې دي.