ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوسپنې پټلۍ ادارې 14 تنه کارکوونکي ترکمنستان ته د تخنیکې زده‌کړو په موخه تللي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۱۴ تنه تخنیکي کارکوونکي د لنډمهاله تخنیکي زده‌کړو  لپاره ترکمنستان ته د دې ادارې له لورې لیږل شوي.

دغه ۱۴ تنه کارکوونکي به د ۴ میاشتو په موده کې د اوسپنې پټلۍ اړوند تخنیکي زده‌کړې لکه دیسپیچري، مانور، ارتباطات او سیګنالینګ او د لوکوموتیونو کنترول برخه کې زده کړې ترلاسه کړي، چې هېواد ته تر راستنېدو وروسته به د دوی له تجربو او زده‌کړو د اوسپنې پټلۍ په پراختیا کې ګټه واخیستل شي.

همدا راز دې ادارې زیاته کړې، چې څو میاشتې وړاندې ۱۳ تنه تخنیکي کارکوونکي یې د لنډ مهاله عملي زده‌کړو لپاره ترکمنستان ته لیږلي وو، چې د زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته یاد کارکوونکي بېرته هېواد ته راستانه شوي او د دوی له تجربو او زده کړو د اوسپنې پټلۍ په پراختیا کې ګټه اخیستل کیږي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسولین وایې؛ چې د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي د اوسپنې پټلۍ اړوند نور تعلیمي بورسونه ترلاسه کړي، ترڅو د کارکوونکو د ظرفیت په لوړولو سره د اوسپنې پټلۍ ټولې چارې د افغاني کادرونو په وسیله مخ ته یوسي.