ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملګري ملتونه: غزې د اسرائیلو د جګړې له امله ۶۹ کاله شاتګ کړی

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ‘یو این ډي پي’ په تازه راپور کې ویلي، چې غزې د اسرائیلو د جګړې له امله د روغتیا او ښوونې او روزونې په څېر په پراختیايي برخو کې ۶۹ کاله شاتګ کړی او میلیونونه فلسطیني وګړي له غربت او فقر سره مخ شوي دي.

په یاد راپور کې، چې پرون سې‌شنبه خپور شوی، ویل شوي؛ د ټول فلسطین اقتصاد د تېر کال، چې اسرائیلو پر غزه بریدونه پیل کړل، په پرتله ۳۵ سلنه کمزوری شوی او د بې‌کاري کچه ۴۹.۹ سلنه لوړه شوې ده.

د ‘یو این ډي پي’ څېړني ښيي، چې غزه کې په منځني ډول په بېلابېلو او کلیدي برخو کې د انساني پرمختګ اندازه د ۱۹۵۵ اټکل شوې کچې ته را ښکته کېږي؛ (له ۶۹ د ډېرو کلونو پرمختګ له منځه ځي.)

دغه‌راز په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د ۱۶ کلونو پرمختګونه له منځه تللي اټکل شوي.

که د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې زیاتوالی راشي، تر دې د ناوړه حالت د اټکل خبرداری ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د راپور له مخې، روان کال به په ټوله غزه کې بې‌وزلي دوه چنده او ۷۴.۳ سلنې ته ورسېږي.

د راپور پر بنسټ؛ د غزې تړانګې او اشغال شوې لوېدیځې غاړې په شمول په ټول فلسطین کې ۴.۱ میلیونه کسان بې‌وزله ګڼل کېږي او یوازې تېر کال ۲.۶۱ میلیونه زیات شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د ‘یو این ډي پي’ استازي د مرکزي غزې په دیرالبلاح کې ویلي، چې فلسطین له بې‌مخینې ستونزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې مشر اخیم شټاینر فرانسې خبري اژانس ‘اې پي اف’ ته ویلي، چې د جګړې له امله زېربناوو ویجاړې شوې، بې‌وزلي زیاته شوې او خلکو د ژوند اسانتیاوې له لاسه ورکړې. دغه‌راز دې جګړې خلکو ته ګڼې ستونزې زېږولې او ژوند یې سخت حالت ته رسولی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې ټولنیزې اقتصادي ارزونې څخه څرګندېږي، چې د پراخه ویجاړیو له امله فلسطین لسګونه کلونه شاتګ کړی.

د ښاغلي شټاینر په وینا؛ که فلسطین ته له جګړې وروسته هر کال بشرپاله مرستې ولېږل شي، بیا به یې هم اقتصاد په یوه لسیزه کې له دې ناورین څخه مخکیني حالت ته ونه رسېږي.

د ‘یو این ډي پي’ په څېړنه کې دا هم ویل شوي، چې غزه کې د اسرائیلو د بمباریو له امله ۴۲ میلیونه ټنه ویجاړۍ او کثافات رامنځته شوي، چې روغتیا ته جدي ګواښ دي.

پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له یوه کال ډېره موده کېږي. په دې موده کې زرګونه فلسطینیان شهیدان او ټپيان شوي او ګڼ نور بې‌کوره او کډوال شوي دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره انروا وايي، چې هر ځای د مړو بوی دی، په لارو او کوڅو کې جسدونه پراته دي او یا هم تر ویجاړیو لاندې دي. جسدونو ته د رسېدو او د بشري مرستو د لېږد مخنیوی کېږي.

د غزې د ملکي دفاع اداره وايي، چې اسرائیلي یرغلګر غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخنیوی کوي او ۹۶ سلنه وګړي د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا؛ غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۴۲ زره او ۷۹۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۰ زره او ۴۱۲ نور ټپیان شوي دي.