ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ محمد خالد الحنفي: هېڅوک حق نه لري د ناوړه دودونو پر اساس د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي

د امر بالمعروف، نهی عن‌‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د‌ ولایتي سفرونو په دوام لوګر ولایت ته ولاړ.

نوموړي په یاد ولایت کې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د لا ښه پلي کېدو، معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي، همغږۍ، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه د دې ولایت له ځایي مسولینو، علماء کرامو، خطیبانو، قومي مخورو او د ګذر له وکیلانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې شیخ محمد خالد الحنفي ټینګار کړی، چې هېڅوک حق نه لري ترڅو د ناوړه دودونو پر اساس د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې موږ د ښځو د ټولو شرعي حقوقو ورکړې ته ژمن یو او هر هغه څوک، چې په یاده برخه کې شکایت لري شکایت یې اورېدل کېږی او حل کېږي.

د ښاغلي الحنفي په وینا؛ د تاریخ په اوږدو کې بېلابېلو ښکېلاګرو د خپلو موخو او لیدلورو پلي کولو په موخه پر افغانستان یرغل کړی، خو هر یو یې د افغان مېړني ولس له غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ شوی دی.

د امر بالمعروف او نهی عن‌‌المنکر وزیر له ګډونوالو غوښتي، ترڅو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون ترڅنګ د اسلامي شريعت پلي کولو او تر نورو رسولو کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

شیخ صاحب همداراز زیاته کړې؛ محمدي امت ځکه ځانګړی دی، چې امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ترسره کوي.

دغه‌راز محتسبین او دیني عالمان باید د ښه چلند او لارښوونو له لارې د منکراتو او معروفاتو په اړه ټولنې ته پوهاوی ورکړي.

ورته مهال د لوګر اوسېدونکي، قومي مشران او امارتي مسولین وايي، چې امر بالمعروف او نهی عن‌ المنکر د اسلامي نظام ځانګړنه ده او د اسلامي امارت ټول مسولین د اسلام او جهاد د ارزښتونو ساتلو ته ژمن دي.

هغوی ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت مشرتابه فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو سربېره د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د محتسبینو ترڅنګ ولاړ دي او له هېڅ ډول همکارۍ او همغږۍ څخه به درېغ ونه کړي.

ښاغلي الحنفي د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو له محتسبینو سره هم لیدنه کړې.

هغوی ته یې د چارو د ښه مخته وړلو او همغږۍ رامنځته کولو په موخه اړینې لارښونې او سپارښتنې کړې او ترې غوښتي یې دي، ترڅو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون په رڼا کې خپلې چارې په ښه چلند او ژمنتیا مخته یوسي.