د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي؛ د انتقالي عدالت او سولې په نامه یوې امریکايي ټولنې ادعا کړې، چې په افغانستان کې څارنوالان له خطر سره مخ دي، په داسې حال کې چې په هېواد کې هيڅ کوم څارنوال ته خطر او تهدید نشته او برعکس د دوی ژوند خوندي او په شته ارام وضعیت کې سوکاله ژوند لري.
نوموړي زیاتوي، چې دغه ټولنه هڅه کوي، ترڅو انساني قاچاق ته لاره هواره کړي او په افغانستان کې شته کادرونو ته د وتلو فریب ورکړي.
د ښاغلي مجاهد په وینا؛ له بده مرغه د انساني حقوقو، سولې او عدالت تر عنوان لاندې ځينې مغرض بهرني بنسټونو تل د افغانستان په اړه ناسم راپورونه خپاره کړي او له افغانستان څخه د خلکو د تيښتې او وتلو لپاره کار کوي.
اسلامي امارت په افغانانو غږ کوي، چې د دغه ډول مشکوکو بنسټونو فریب ونخوري او خپل هېواد پرېنږدي.
حال دا چې د اسلامي امارت له لوري عمومي بښنه د ټولو افغانانو لپاره د تطبیق وړ ده او هیڅوک ترې سرغړونه نشي کولای.