د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د البصر خیریه موسسې د کراچۍ الابراهیم نړیوال روغتون د ډاکټرانو له پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې راغلي پلاوي د البصر خیریه موسسې د فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې دا موسسه د نړۍ بېلابېلو بېوزلو هېوادونو ته ډاکټران لېږي او له هغوی سره د روغتیا په برخه کې مرستې کوي.
دوی زیاته کړې، چې دا پلاوی به ۱۱ ورځې په افغانستان کې وي او په کابل کې به د افغاني سرې میاشتې ټولنې تر چتر لاندې هره ورځ له ۱۰۰۰ تر ۱۲ سوه ناروغان معاینه کړي او د سترګو د پردې(کترک) په برخه کې به ۸ سوه تر ۱۲ سوه عملیاتونه په وړیا ډول ترسره کړي.
دغهراز له دې وړاندې دوی په هرات او مزار کې هم دې ته ورته فعالیتونه کړي او څلورم ځل دی، چې دا چارې په کابل کې ترسره کوي.
د یاد پلاوي په وینا؛ په راتلونکي کې به په افغانستان کې د سترګو په برخه کې یو معیاري روغتون او په ځینو ولایتونو کې به کمپلکسونه جوړ کړي، چې په یاد روغتون کې به د البصر خیریه موسسې لخوا افغان ډاکټرانو ته مسلکي روزنه هم ورکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې ویلي؛ په وړیا ډول د بېوزلو افغانانو د درملنې لپاره ستاسو هڅې نړیوالو سازمانونو ته دا پیغام ورکوي، چې هره اداره کولای شي په افغانستان کې افغانانو ته خدمت وکړي.
د دې ناستې په پای کې سیاسي مرستیال راغلي پلاوي ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.