د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په پبنځمه د کابل-جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک د جوړولو د چارو پرانیسته وکړه.
په دغو مراسمو کې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د ننګرهار ولایتي مسولینو، د خصوصي سکټور استازو او یو شمېر هېوادوالو هم ګډون کړی و.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي؛ د کابل-جلال اباد د لویې لارې دویم لین سړک د هېواد د داخلي اتصال او ځمکني ترانسپورټ په برخه کې هغه مهمه پروژه ده، چې دوه ستر تجارتي او ستراتیژیک ولایتونه کابل او ننګرهار په کمه فاصله یو له بل سره نښلوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغو دوو مهمو اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي ښارونو ترمنځ د ترانسپورټ اسانتیا نه یوازې کورنۍ سوداګرۍ ته وده ورکوي، بلکې له سیمې او نړۍ سره زموږ د سوداګریزو اړیکو او مناسباتو په پراختیا کې هم مهم رول لري او د هېواد له ملي اقتصاد سره مرسته کولای شي.
د ملا عبدالغني برادر اخوند په وینا؛ دغه سړک د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د تلونکو وسایطو او عراده جاتو څخه د هغوی د نوعیت په تفکیک د ټاکل شوي حق العبور په بدل کې جوړېږي.
دا محصول به د ټولګټو وزارت په ځانګړي بانکي حساب کې په شفافه توګه جمع، بانک ته به تحویل او مالیې وزارت به یې د مصرف او عملیاتي اړتیاوو اړوند اړینې او عاجلې اسانتیاوې برابروي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د دې لارې ارزښت ته په اشارې سره ویلي، چې د کابل-جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک په جوړېدو سره به د دې لارې پر لومړي لین سړک ګڼه ګوڼه راکمه او د ترافیکي پېښو کچه به راټیټه شي.
همدارنګه به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې، د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر به ګړندی، خوندي او کم لګښته شي او همدا راز به د لارې په اوږدو کې کوچني او منځني کاروبارونه وغوړیږي.

د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې د داخلي ترانسپورټ معیاري رغول او پیاوړتیا د سیمهییز اتصال لپاره لومړنی شرط دی؛ داخلي لویې لارې او سړکونه له یوې خوا د هېواد ولایتونه یو له بل سره نښلوي او له بلې خوا همدا سړکونه د سیمې د هېوادونو سره د سیمهییز ترانسپورټي اتصال په برخه کې تر ټولو اساسي رول لوبوي.
محترم ملا برادر اخوند د غونډې په پای کې ټولو هېوادوالو ته د دې مهمې پروژې مبارکي ویلې او د سیمې له اوسیدونکو څخه یې غوښتي، چې د تطبیق په برخه کې یې له اړوندو مسولینو سره لازمه همکاري وکړي.
همداراز یې د پروژې تطبیق کوونکو تخنیکي ټیمونو ته سپارښتنه کړې، چې دا مهمه پروژه د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره په ښه ډول تطبیق کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل-جلال اباد دویم لین سړک چې شاوخوا ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري، د کابل له بګرامیو ولسوالۍ څخه پیل د کابل خاکجبار، د ننګرهار حصارک، خوګیاڼیو او سرخرود ولسوالیو څخه له تېرېدو وروسته د ننګرهار د حلقوي سړک سره نښلول کېږي.
د دغه سړک د لومړي فاز د لومړي لاټ، چې ۲۲ کیلومټره اوږدوالی لري، د اساسي جوړونې چارې پيل شوې.