پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې خپلې یو کلنې کړنې، د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د پېښو پر وړاندې د زیانمنونکو سیمو ارزونه، په تېر ژمي کې له واورې څخه د ۹۰۰ کیلومتره سړکونو پاکول، له چاودیدونکو توکو څخه د ۶۵ کیلومتره مربع سیمې پاکونه، د ۳۰۰ زره کورنیو لپاره د خوراکي او غیرخوراکي توکي او د طبیعي پېښو له امله ۲۵ زره او ۲۹۳ زیانمنو کورونو ترمیم یادې کړې دي.
نوموړو ویلي، په تېر کال کې د ملي او نړیوالو موسسو په همکارۍ د هېواد په کچه د استنادي دیوالونو، سېندونو مسیر پاکولو، د کانالونو او سړکونو جوړولو، بیا مېشتېدنې او ګبیوني دېوالونو ۱۲۰ وړې پروژې پلې شوي دي.
د وزارت مسولینو زیاته کړې؛ د همکاره هېوادونو، ملګروملتونو، ملي او نړیوالو موسسو، خیریه بنسټونو او اشخاصو په همکارۍ د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله ۹۶۵ زره او ۲۸۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي او نغدي مرستې وېشلې او همدا راز په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرو زلزلو له امله د شهیدانو وارثینو او ټپیانو ته د دولت له بودیجې څخه ۱۶۰ میلیونه افغانۍ ورکړل شوي دي.