د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، یاد وزارت د هېواد له ټولو درنو قومونو سره نېږدی اړیکې لري، جرګې جوړوي، د قومونو ستونزې اوري او د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د یو موټي هوسا او پرمختللي افغانستان لپاره د قومونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ رامنځته کولو لپاره کار کوي.
نوموړي ویلي؛ د تېر کال پر مهال د هېواد په کچه د قومونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ لپاره ۳۴ جرګې جوړې شوي، چې زرګونه قومي مشرانو، علماوو او مخورو پکې ګډون کړی وو.
ملا نورالله نوري زیاته کړې؛ د جرګو او مرکو له لارې ۱۳۰ لویې او ۳۰۰ وړې شخړې ، چې له امله یې شاوخوا ۶۹۱ کسان مړه او سلکونه کسان ژوبل شوي وو، د افغاني دودیزو جرګو او مرکو له لارې د اسلامي اصولو په رڼا کې حل او په دوستۍ بدلې شوي دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست د معلوماتو له مخې، د نورستان، سمنګان، پنجشېر، کندهار، کاپیسا او دایکندي ولایتونو پروفایلونه ترتیب او څېړل شوي او د اړوندو ولسوالیو ۳۶ نقشې ترسیم شوي دي.
د ښاغلي نوري په وینا، د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا سرحدونو خوندیتوب او سرحدي سرغړونو د پلټنې په موخه له ګاونډیو هېوادونو سره ټول سرحدونه او د ډیورنډ فرضي کرښه پلټل شوي دي.
سرپرست وزیر ویلي، تېر یوه کال کې د وزارت اړوند تعلیمي مرکزونو ته یو زر او ۳۹ نوي زده کوونکي جذب شوي او ۶۶۴ زده کوونکو د لېسې دورې زده کړې بشپړې کړي دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د معلوماتو رسونې او عامه پوهاوی برخه کې اته زره ټوکه جرګه او شپږ زره ټوګه هموطن مجلې چاپ کړي دي.