په بلخ ولايت کې د ۱۳۰ زره ډالرو په لګښت د امبولانس سيستم فعال شوی، چې د یاد ولایت په عامه روغتون کې د ۲۴ ساعتونو لپاره ښاريانو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د بلخ عامه روغتون رییس ډاکټر نجیب الله توانا ویلي؛ چې یاد امبولانسونه په ټولو تجهيزاتو او طبي سيستمونو سمبال دي، چې د ناروغ لومړۍ روغتیا پالنه پکې په پوره ډول ترسره کیږي.
ښاغلي توانا زیاته کړې په دغه ۱۴ امبولانسونو کې، چې ۱۳۰ زره ډالر ارزښت لري ۴۸ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.
د دې ولايت د عامې روغتيا رييس په وینا، دغه امبولانسونه د یو ځانګړي ۱۰۲ نمبر په درلودلو سره به ۲۴ ساعته د خلکو په خدمت کې وې او هر څوک کولای شي د پېښي رامنځته کېدو پر وخت ورته زنګ ووهې.
د بلخ ولایت مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس د بلخ په عامه روغتون کې د دغه سیستم په پرانستلو یې خوښي ښودلې او د بلخ عامه روغتون رییس او ټول کاري پرسونل د شپه او ورځو هلو ځلو څخه یې مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې دا امبولانسونه به مو د هېوادوالو ډېرې ستونزې هوارې کړي.
ښاغلي ابوادریس د عامې روغتیا ټول کاري پرسونل ته ډاډ ورکړی، چې د بلخ ولایت مقام دروازه شپه او ورځ ستاسو پرمخ خلاصه ده او د دوی سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې.
د WHO سازمان استازي نیازمحمد نایب ویلي؛ چې دغه امبولانسونه د WHO سازمان او د بلخ عامه روغتون په همکارۍ د بلخ ولایت ټولو ښاریانو لپاره شپه او ورځ په خدمت کې دي، چې په وسیله یې کولای شي ناروغ یا ټپي په لنډ وخت کې روغتون ته ورسوي.
د مزارشریف ښار اوسېدونکي د یاد سیسټیم په فعالیدو خوښ دي او وایې دغه امبولانسونه د پېښو رامنځته کېدو په وخت کې د پېښي ټپیانو د مرګ مخنوي لامل ګرځي او پر وخت به تر روغتونه رسول کیږي.
د يادونې وړ ده، چې پخوا په بلخ کې د امبولانس خدمتونو نشتوالي او کموالي د ناروغان د لږد او درمنلي په برخه کې لويه ستونزه ګڼل کېده اوس د بلخ امبولانس خدمتونو چارو په پيل سره دغه ستونزه هواره شوې.