د زندانونو چارو د سمون ادارې رییس او د پالېسي او مسلکي چارو مرستیال قاري عبدالله همدرد نن (یکشنبه) په داسې حال کې، چې د ادارې د بشري سرچینو رییس مولوي ضیاءالرحمن سعید، د ښوونې او بیا روزنې رییس مولوي نظرمحمد ناصري او د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رییس عبیدالله اخلاص هم شتون درلود، په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي موسسې (UNDP) له رییس سټېفن راډریقویس او همکارانو سره لیدنه کړې او پر اړوندو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د (یو این ډي پي) موسسې رییس سټېفن راډریقویس د زندانونو چارو د سمون له اداې سره د همکاریو د زیاتولو تر څنګ ژمنه وکړه، چې د یادې ادارې او کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه به پروګرامونه چمتو او د ادارې د صحې، ټکنالوژۍ، خدماتو او د ښوونې او بیا روزنې د ریاستونو لپاره به د اړتیا وړ توکي برابر کړي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رییس او د پالېسي او مسلکي چارو مرستیال قاري عبدالله همدرد د دې لیدنې په ترڅ کې د یو این ډي پي له همکاریو مننه وکړه او هیله مندي یې وښوده، چې په هېواد کې نورې ملي او نړیوالې مرستندویه موسسې دې هم له دغې ادارې سره د مرستو په موخه د کړو ژمنو عملي کولو بهیر چټک کړي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي موسسې (UNDP) پلاوي هم د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او له دغې ادارې څخه یې د دوامدارو همغږیو په موخه خوښي څرګنده کړه.