ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

دیني علما: د اسلامي نظام ملاتړ د ټول ګډ مسولیت دی

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د کابل، کاپیسا، پروان او پنجشیر ولایتونو له یو شمېر شیوخو او علمای کرامو سره لیدنه کړې.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع یادو شیوخو او علمای کرامو ته د ښه راغلاست پرمهال د محترم رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند نېکې هیلې او سلامونه ورسول او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه به هم ورسره شریک کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت مدرسو ته پاملرنه کوي او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د لارښوونې په اساس زیات شمېر نوي بستونه ایجاد شوي دي.

هغه زیاته کړې؛ د خوښۍ ځای دی چې  د ټولو افغانانو په ګډ کور ارګ کې د عوامو او علمای کرامو د ستونزو د حل په موخه دغسې غونډې جوړېږي او خپلې ستونزې او غوښتنې شریکوئ.

 د ریاست الوزرا د دفتر رییس زیاته کړې؛ اسلامي امارت په لږ وخت کې په کمو امکاناتوډېر څه کړي او لا یې هم کوي. نوموړي له یادو علماو او شیوخو څخه مننه وکړه چې خپلې هر اړخیزې مشورې او وړاندیزونه یې له دوی سره شریک کړل او ډاډ یې ورکړ چې د دوی مشورې به د اسلامي امارت مشرانو ته ورسوي.

د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمد حقاني د علمای کرامو رول او ارزښت ته په اشارې ویلي، چې افغانستان کې د بېلابېلو ستونزو او یرغلونو پرمهال علمای کرامو د ملت رهبري کړې او د دوی د ښې رهبرۍ او د ملت د قربانیو په نتیجه کې خدای تعالی داسې بدلې راکړي، چې ټوله نړۍ ورته حیرانه ده.

دغه راز شیخ الحدیث جلال الدین حنفي، شیخ نجیب الله روحاني، شیخ سلطان احمد عادل، شیخ محمد سعید نعماني او مولوي حمدالله نعماني د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال په هیواد کې د اسلامي نظام ټینګښت عظیم الهي نعمت وباله او د دې نظام ملاتړ یې د ټولو ګډ مسوولیت وباله.

یادو ویناوالو وویل، اسلامي امارت په تېرو دوو کالو کې په هیواد کې د سراسري امنیت د تامینولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

هغوی د مدرسو د پیاوړتیا او هراړخیز ملاتړ، د درسي نصاب د پیاوړتیا، د علمای کرامو او ارګ تر منځ د لا ښې همغږۍ او همکارۍ، مدرسنیو ته د سیمینارونو جوړولو، په مدرسو کې د بېلابېلو څانګو د ایجاد، د خصوصي مدرسو د ملاتړ او د مدرسینو د تنخواګانو او اړتیاووپه اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.