ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: د هېوادونو استازولۍ دې له لرې ځایه د ماموریت پر ځای له نږدې د افغانستان وضعیت وویني

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې مولوي امیر خان متقي او مل پلاوي قطر کې مېشتو د افغانستان لپاره د یو شمیر هېوادونو له سفیرانو او ځانګړو استازو سره لیدنه کړې.

د یاد وزارت په وینا؛ په دې لیدنه کې چې د امریکا، برېتانیا، هسپانیا، جنوبي کوریا، هالنډ، ایټالیا، استرالیا او کاناډا هیوادونو استازو ګډون کړی و، اغلي متقي د افغان حکومت د وروستیو سیاسي، اقتصادي، امنیت، ښې حکومت‌ولي، نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې، د سلګونو پروژو پيلولو او همداسي نورو هر اړخیزو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړي.

بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې دافغاني سرې میاشتې معاون ملا نور الدین ترابې هم پر خپل وار د سرې میاشتې د فعالیتونو او همدا راز د یوه مستقل ارګان په حیث پر هغو اړتیاوو خبرې کړې، چې سره میاشت نېږدې راتلونکې کې ورته اړتیا لري.

دغه‌راز د افغانستان مالیې وزارت د خزاینو عمومي رییس نصرت الله محمود د مالي او اقتصادي وضعیت په اړه د واقعیتونو او ارقامو په رڼا کې معلومات وړاندې کړي او د افغانستان بانک د عملیاتي بازار عمومي رییس محمد عباس سامح هم ګډونوالو ته د افغانستان په بانکي سکټور کې د شفافیت، پرمختګونو او میکانیزمونو په اړه معلومات ورکړي دي.

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ښاغلي متقي او مل پلاوي د مختلفو هیوادونو د سفیرانو پوښتنو او اندېښنو ته په تفصیل سره ځواب ویلي او ویلي یې دي، چې دا استازولۍ باید له لرې ځایه د ماموریت پر ځای افغانستان کې شتون ولري او واقعیتونه له نږدې وویني.

د غونډې ګډونوالو د ورته ناستو پر دوام او له افغانستان سره پر تعامل او ښکېلتیا ټینګار کړی.