د الجزیرې د راپور له مخې، غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۳۵ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۱۷ یې یوازې د غزې په شمال کې دي.
خان یونس کې هم یوه استوګنیزه ودانۍ په نښه شوې، چې د څلورو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۷ غړي پکې شهیدان شوي دي.
له دې وړاندې د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق(یونیسف) اجرایوي مشرې کاترین رسل په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویلي وو، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله یوازې د غزې په شمال جبالیا کمپ کې تر ۵۰ زیات ماشومان شهیدان شوي. یونیسف دا پېښه غندلې وه.
صهیونیستي یرغلګرو له یوې میاشتې راهیسې د غزې شمال محاصره کړی او د ټولې تړانګې په شمول یې دلته هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی.
د فلسطین د ملکي دفاع اداره وايي، چې د غزې په شمال کې له ۱۰۰ زره ډېر فلسطینیان خوړو، اوبو، روغتیايي خدماتو او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته له لاسرسي پرته ایسار پاتې دي.
صهیونیستي عسکر د غزې په شمال کې پر استوګنیزو کورونو سربېره روغتونونه هم په نښه کوي او د ملکي دفاع د ادارې په وینا؛ دولتي روغتیايي سیسټم له منځه تللی دی.
دغهراز اسرائیلي یرغلګر د ژغورنې او پلټنې ډلو ته اجازه نه ورکوي، چې له قربانیانو سره مرسته وکړي.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د صهیونیستي اشغالګرو د نسل وژنې په جګړه کې ۴۳ زره او ۳۴۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۲ زره او ۱۰۵ نور ټپیان شوي دي.