د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ملګروملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) له حوزوي مشر پیو سمیت سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیايي ځالو د زیاتولو، په سپینو سیمو کې د نویو روغتیايي مرکزونو جوړېدو، د ګرځنده روغتیايي خدمتونو د کیفیت ارزونې او ثابتو مراکزو ته بدلولو، د مور او ماشوم برخې خدماتو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو او په دې برخو کې د نړیوالو مرستو د جلب اړوند خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزیر د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو روغتیايي ادارو مرسته اړینه وبلله او د یاد سازمان له حوزوي مشر یې وغوښتل، چې د روغتیا وزارت سره په ګډه همغږۍ دې په هغه برخو کار وکړي، چې د وزارت له لومړیتوبونو څخه وي او په توسط یې هېوادوالو ته په غوره توګه روغتیایي خدمات وړاندې کېږي.
بل لور د یاد سازمان حوزوي مشر وویل؛ موږ هڅه کوو، چې په افغانستان کې د خدمتونو د پراختیا په موخه روغتیايي ځالې زیاتې او په دې برخه کې خپلو چارو ته لا دوام ورکړو.
نوموړي همداراز د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو د جلب ډاډ ورکړ.