د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفی نن د کندوز ولایت له یو شمېر علماوو، مجاهدینو او مشرانو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې لومړی مولوي نجیب الله د نورو په استازیتوب د خبرو پر مهال د امنیت د ټینګښت او پراختیایي پروژو د پلي کېدو په برخو کې د اسلامي امارت د مسولینو د هلو ځلو قدردانی وکړ.
همدارنګه یې د دې ولایت په لیرې سیمو کې د ښوونځیو او مدرسو جوړولو، د سرکونو ترمیم، د برېښنا لېږد او د روغتیایي مرکزونو جوړولو ته د اسلامي امارت د مسولینو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ او پرمختګ او د خلکو د هوساینې او ارامي د ټینګښت په برخو کې کوښښ کوي او ستاسو غوښتنو او وړاندیزونو ته به د توان تر حده رسېدنه او لازم اقدامات وشي.