د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفی نن له غرمې مخکې د فاریاب ولایت له یو شمېر محلي مسولینو او مجاهدینو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې لومړی هغوی د دې ولایت د عمومي وضعیت او سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه معلومات وړاندې کړل او وې ویل، په دې ولایت کې بشپړ امنیت ټینګ شوی او مجاهدین او محلي مسولین خلکو ته د خدماتو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل کوښښ کوي.
هغوی د اوبو بندونو، روغتیایي کلینیکونو، د سرکونو جوړولو او د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې د پراختیایي پروژو پلي کېدو ته د اسلامي امارت د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي د فاریات ولایت محلي مسولینو او مجاهدینو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د سراسري امنیت ټینګښت او د ټولنیزې هوساینې برابرول او د خلکو غوښتنو ته رسېدنه د اسلامي امارت له دندو او مسولیتونو څخه دي او اړونده ادارې به شته امکاناتو ته په پام ، ستاسو وړاندیزونو ته د رسېدنې لپاره لازم اقدامات وکړي.