د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر قاری حفیظ الله پهلوان سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې لومړی قاری حفیظ الله پهلوان د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته راپور ورکړی.
نوموړي ویلي، په دې ولایت کې د اسلامي امارت مجاهدین او مسولین په ټول توان تل د خدماتو برابرولو او د خلکو د امنیت او هوساینې د ټینګښت کوښښ کوي.
قاري حفیظ الله پهلوان همدارنګه د مواصلاتي لارو او پراختیایي پروژو د پلي کېدو موضوعاتو ته اشاره کړې او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، چې دغو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، د امنیت ټینګښت او هېوادوالو ته د خدماتو برابرول د اسلامي امارت له ژمنو څخه دي او باید په دې برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
مولوی عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر له لوري د مطرح شویو موضوعاتو په اړه ویلي، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام پورتنیو مواردو ته رسېدنه وکړي.