ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مسولینو سره لیدنه کړې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د ملګرو ملتونو (یوناما) له ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتنبایوا، د یوناما له مرستیال اندریکا رتواتي او تخنیکي ټیم سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، د اقلیمي بدلون سره د مبارزې او سازښت، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون نړیوال کنفراس (COP-29) د څرنګوالي او تابیاوو په تړاو هر اړخیزې خبرې کړې دي.

مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د یوناما مشرې ته ښه راغلاست ویلی او د ملګرو ملتونو دفتر له همکارۍ یې مننه کړې، چې په دې وروستيو کې له دې ادارې سره خپله همغږي زیاته کړې ده.

ښاغلي خالص زیاته کړې؛ د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو څخه ولسونه زیانمن کیږي او دې موضوع ته باید له سیاسې اړخه نه بلکې د بشري اړخه وکتل شي، که موږ په دې برخه کې مشترک قدمونه واخلو؛ نو د عملي اقداماتو لپاره به زمینه برابره شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د یوناما له مسولینو غوښتنه کړې، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره خپله همکاري جاري وساتي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان خلک د تېرو ۴۵ کلونو په لړ کې ډیر دردېدلي دي، موږ او تاسې باید د دغه لویدلي ملت په راپورته کولو کې له نړیوالو سره ګډ کار وکړو.

په افغانستان کې د یوناما ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ویلي؛ موږ تل هڅې کوو چې تاسو له نړیوالو سره یو ځای کېنوو او دا زموږ د اجنډا شامل موضوعات دي، چې له تاسو سره به ګډ کار کوو.  

نوموړې زیاته کړې، موږ دې ته ژمن یو چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې به له تاسو سره خپل ګډ کار او هلو ځلو ته دوام ورکړو.

د یوناما ځانګړې استازې ویلي؛ د (COP-29) نړیوال کنفرانس یو ارزښتمن فرصت دی او دا به د دې لپاره زمینه برابره کړي، چې په راتلونکو نړیوالو غونډو کې افغان پلاوی ګډون وکړي.

نوموړې ډاډ ورکړی، چې هڅه به وکړي ترڅو په دې کنفرانس کې د افغانستان په تړاو ګټورې پرېکړې وشي.

اوتنبایوا د هر راز همکارۍ ژمنه کړې او ویلي يي دي؛ موږ به خپلې هلې ځلې جاري وساتو، ترڅو د افغانستان لپاره نړیوالې مرستې راجلب کړو.

د یوناما مرستیال اندریکا رتواتي د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې او ویلي يي دي، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره د چاپېریالي اسنادو په چمتو کولو کې همکاري وکړي.

نوموړي ژمنه کړې، چې په تخنیکې او نورو برخو کې به د دې ادارې سره خپلې ناستې او همکاري جاري وساتي او هڅه به وکړي چې په نړیوالو غونډو کې د افغانستان استازو لپاره د ګډون زمینه برابره شي.