ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وروستیو بریدونو له امله ۷۰ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزيرې خبري شبکې د راپور له مخې، نن (سې‌شنبه، د لړم ۱۵) د غزې شمال، مرکز او سویل کې د اسرائیلي یرغلکرو د تازه بریدونو له امله ۳۳ فلسطینیان شهیدان شوي.

په دې بریدونو کې تر ټولو خونړی د غزې تړانګې په شمال بیت‌لاهیا کې پر یوه استوګنیزه ودانۍ شوی، چې لږ ترلږه ۲۰ فلطینیان پکې شهیدان شوي دي.

پر دې سربېره پرون دوشنبه هم د غزې پر بېلابېلو سیمو د صهیونیستي رژیم د بریدونو په پاېله کې ۳۷ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

صهیونیستي یرغلګرو له یوې میاشتې راهیسې د غزې شمال محاصره کړی او د ټولې تړانګې په شمول یې دلته هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

د فلسطین د ملکي دفاع اداره وايي، چې د غزې په شمال کې له ۱۰۰ زره ډېر فلسطینیان خوړو، اوبو، روغتیايي خدماتو او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته له لاسرسي پرته ایسار پاتې دي.

اسرائیلي یرغلګر د غزې په شمال کې پر هغو کسانو هم سخت بریدونه کوي، چې جبالیا کمپ کې د خپلو کورونو پرېښودو او بیت‌لاهیا ته په تګ اړ شوي دي.

د دې تر څنګ د غزې په شمال کې روغتیايي سیسټم له منځه تللی او ټپیانو ته رسېدنه ستونزمنه ده.

اسرائیلي یرغلګرو په دویمه ورځ هم پر کمال عدوان روغتون بریدونه جاري ساتلي، چې له امله یې روغتیايي کارکوونکي، ماشومان او ناروغان ټپيان شوي دي.

د دې روغتون مسولینو الجزیرې ته ویلي، چې د اسرائیلو د بریدونو ډېری قربانیان د نویو زېږېدلو په شمول ماشومان دي.

د دوی په وینا؛ صهیونیستي یرغلګرو د دې روغتون لوړ پوړ، چې د ماشومانو وارډ و، تخریب کړی او کارکوونکي یې اړ کړي، چې لاندې پوړ ته یې ولېږدوي. دا برخه بیا د لوړ پوړ په څېر اسانتیاوې او وسایل نه لري.

د کمال عدوان روغتون مسولینو زیاته کړې؛ اسرائیلي یرغلګرو یې ګڼ روغتیايي کارکوونکي نیولي او په ټول روغتون کې ۴ ډاکټران او ۵۰ رضاکاران کار کوي، چې ټولو ټپيانو ته رسېدنه نه شي کولای. دغه‌راز اسرائیلي عسکرو د روغتیايي وسایلو او درملو زېرمې هم له منځه وړې دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له امله ۴۳ زره او ۳۷۴ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۲ زره او ۲۶۱ نور ټپیان شوي دي.