ملت ته د دولت حساب ورکولو پر دوام د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسولینو خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې د رسنیو له لارې له ملت سره شریکې کړې.
د یادې ادارې مسولینو ویلي، چې د تېر کال پر مهال په مرکز او ولایتونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو په ۷۴ څانګو کې څهباندې دوه نیم میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې او ۷۴ زره او ۵۰۰ کسانو ته په برېښنايي پېژندپاڼو کې له وېش وروسته خدمتونه وړاندې شوي دي.
یادو مسولینو زیاته کړې، چې تېر کال په مرکز کې څه باندې ۳۲۰ زره او په ولایتونو کې ۳ میلیونه او ۵۰ زره هېوادوالو ته د کاغذي پېژندپاڼو د وېش، اصلاح، تایید او د ژوند پېښو د ثبت برخه کې خدمتونه وړاندې شوي.
د مسولنیو په وینا؛ د دې ترڅنګ، هېواد ته د نېږدې ۱۲ زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی او د هېوادوالو شاوخوا ۴ زره شکایتونو ته رسېدنه شوې او ستونزې یې حل شوې دي.
دغه راز مسولینو زیاته کړې؛ تېر کال کې له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې د مرکزي او ولایتي ریاستونو چارې ارزول شوې او ۱۳۰ قضیې څېړل شوې، چې په پایله کې یې ۴ قضیې عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع شوې او ۳۹ کارکوونکي منفک شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ادارې مسولین وايي، چې د ۴ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼو وېش او د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو پراختیا، کابل ښار کې د اسان خدمت د دوو نورو مرکزونو فعالول او په بېلابېلو برخو کې یو شمېر مهمې سروې ګانې ترسره کول د ۱۴۰۲ کال لپاره د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له عمده پلانونو څخه دي.