ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلام قلعه بندر کې د څه باندې ۷۸ میلیونه افغانېو په ارزښت پرمختیایي پروژې پرانېستل شوې

د هرات ولایت په اسلام قلعه بندر کې د څه باندې ۷۸ میلیونه افغانېو په ارزښت د څلورو پرمختیایي پروژو چارې پرانېستل شوې.

د پرانیستې په مراسمو کې د مالیې وزارت مسولینو ویلي؛ پدې پروژو کې د څلورو نويو انګړونو جوړول شامل دي، چې مالي لګښت يي د اسلامي امارت له بودېجې څخه ورکړل شوی دی او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ماليې وزارت د عوايدو او ګمرکاتو ریس مولوي عبدالمتین سعید د دغه پروژو د پرانېستې په مراسمو کې ویلي؛ د دغو پروژو بوديجه له داخلي سرچینو ورکول کیږي او هڅه کیږي، چې دغه انګړونه ژر تر ژره سوداګرو او موټر چلونکو ته د لاسرسي وړ وګرځي.

له بل لوري مولوي حیات الله مهاجر فراهي هم ټینګار کړی، چې د ګمرکونو د سیستم معیاري کول او ښه کول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې زیات ګامونه اخیستل شوي دي.

همدارنګه د هرات ولایت د ګمرک ریس مولوي محمد حامد احمد ویلي، د دغه پروژو په پرانېستلو سره به د اسلام قلعه ګمرک ډېرې ستونزې حل شي.

د قراردادي شرکتونو مسولینو همدارنګه ویلي، دغه انګړونه به د لسو میاشتو په موده کې له نړېوالو معیارونو سره سم جوړ شي او د ګټورې استفادې لپاره یې ټولې لازمې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.