ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس د فرانسويانو شفاخانې له سرطبيب او مل پلاوي سره لیدنه کړې

د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شیخ شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د فرانسويانو شفاخانې له سرطبيب ډاکټر طارق رحيمي او د مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د زړه پر رنځ د اخته ناروغانو په درملنه کې د لا ډېرو معياري خدمتونو د وړاندې کولو، د عملياتو پروسه کې د چټکتيا په رامنځته کېدو، د درملنې د لګښتونو په برخه کې د تخفيف او په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو خبرې شوي.

 د افغاني سرې مياشتې عمومي رییس د يادې شفاخانې له لوري د وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو مننه کړې او د طبابت په سپېڅلي مسلک کې ېې د اخلاص او صداقت پر ارزښت د خبرو ترڅنګ ټينګار کړی، چې د فرانسويانو شفاخانه دې د افغاني سرې مياشتې له لوري د ور پېژندل کېدونکو د زړه سوري په رنځ د اخته ناروغانو درملنه کې لا ډېر معياري او غوره خدمات وړاندې، مغلق او سختو عملياتو کې دقت ته لومړيتوب او د لګښتونو په برخه کې دې تخفيف په پام کې ونيسي. ځکه د دې ناروغانو د ژوند په ژغورلو کې زمونږ ګډې هڅې په صدقه جاريه کې حسابيږي.

 ډاکټر طارق رحيمي د فرانسويانو شفاخانې د روغتيايي فعاليتونو او خدمتونو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي؛ چې د زړه سوري په رنځ د اخته ناروغانو لپاره د ساده او مغلقو عملياتو د ترسراوي په برخه کې د مسلکي او متخصصو ډاکټرانو په لرلو سره معياري او غوره روغتيايي خدمتونه وړاندې کول، زمونږ په لومړيتوب کې قرار لري.

همداراز د يادې شفاخانې استازو د افغاني سرې مياشتې عمومي رییس ته د زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او د شوي پریکړه‌لیک په اړه خپل وړانديزونه او ستونزې اورولي، چې د نوموړي له لوري ورته د حل ډاډ ورکړل شوی دی.