ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندوز کې لس کلنه بدي په ورورولۍ بدله شوه

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي؛ د کندوز ولایت د مرکز په جرګذر ناصري کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۰ کلنه خپلمنځي بدي، چې په زیاتو مالي زیانونو سربېره له دواړو خواوو څخه پکې څلور تنه هم وژل شوي وو، تېره ورځ د یوې پراخې ولسي ناستې په ترڅ کې په ورورولۍ بدله شوه.

د دغې بدۍ د حل په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد د رییس مفتي شفیع الله ثاقب په مشري یو پلاوی، چې د دغه وزارت د شخړو د حل سلاکار مولوي محمداجان رهبر هم پکې شامل و، له ولایتي مسولینو، قومي مشرانو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي احسان الله ثاقب سره په ګډه یادې شخړې ته د پای ټکی کېښود.

د دغې شخړې د حل پر مهال مسولینو د قومي مشرانو او سیمه ییزو مخورو په همکاري په بدۍ کې له ښکېلو لوریو سره ناستې وکړې او د اسلامي شریعت پر بنا یې د دوښمنیو بدې پایلې روښانه کړې او د دودیزو مرکو له لارې یې د دوی ترمنځ د خیر پرېکړه وکړه.