د ملي تدارکاتو کمېسیون د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې په مختلفو سکټورونو کې ګڼې پروژې منظور کړي دي.
یاد کمېسیون له جوړېدو بیا تر دې مهاله د شاوخوا ۸۰ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۹۰ بېلابېلې پروژې منظورې شوې دي.
یادې پروژې په زېربنا، کلیو او پراختیا، ترانسپورټ، روغتیا، برېښنا، اوبو مدیریت، کرنه، مخابرات او نورو برخو کې منظورې شوي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۸۰ میلیارده افغانۍ کیږي.
ملي تدارکاتو کمېسیون د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخوندزاده حفظه الله د ۲۰۲ ګڼې حکم پر بنسټ جوړ شوی دی.
د دې کمېسیون مشري د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په غاړه ده.