ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سږ کال پراون کې نږدې ۲۷ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي

احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د پروان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست د ‍‍۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شپږ زره او ۸۱۰ کسانو ته برېښنایي او ۱۹ زره او ۸۰۲ نورو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د پروان ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ، په دې ولايت کې د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې درې زره او ۹۴۷ هېوادوالو ته د ژوند پېښو (درې زره او ۲۳۸ زېږون کارتونه، ۶۷۹ د مړینې پارچې، ۹۶ ودونو او ۴ طلاق ثبت) خدمتونه وړاندې کړي.

همدارنګه یاد ریاست د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خدمتونو وړاندې کولو پرمهال د برېښنا له‌ پرې‌کېدو څخه د مخنیوي او د برېښنایي پېژندپاڼو د بهیر چټکتیا په موخه د ۵٫۵ کیلو واټه لمریزې برېښنا د تولید سېسټم جوړ کړی او همدارنګه د دې ولایت د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې په انګړ کې یې د څښاک اوبو څاه هم کېندلې ده.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکړای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.