ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کونړ د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو يووالي او انسجام غونډه وشوه

په کونړ ولایت کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د يووالي تر عنوان لاندې غونډه داسې مهال تر سره شوه، چې پر مهال یې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، مل پلاوي، د کونړ ولايت والي، د بېلابېلو ادارو مسولینو، علماوو، سلګونه قومي سپين ږيرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

قومي مشرانو د خپلو خبرو پر مهال د اسلامي امارت حاکميت خپله نيک بختي وګڼله او د دې نظام ملاتړ يې خپل مسولیت ياد کړ.

دوی وويل؛ د کونړ ولسونو تل د دښمن پر وړاندې د خپل نظام ننګه کړې، دوی همدار راز په دغه ولايت کې د اوبو بندونو، توليدي برښنا، ځوانانو ته د کاري زمينو برابرول او ځينې نورې ستونزې يادې کړې چې د حل په موخه يې له ورغلي پلاوي غوښتنې وکړي.

ورپسې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد وويل، د اسلامي امارت پاليسي د اسلام موافق پاليسي ده او مسولین له همدې تګ لارې د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي.

 نوموړي زیاته کړه؛ ولسونه دې د اسلامي نظام تر څنګ ودرېږي، هغه نظامونه پایدار او تلپاتې وي چې د ولسونو همکاري ورسره وي.

ښاغلي احمد خلکو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت ژمن دی چې د خلکو ستونزو ته د حل لارې ولټوي او ولسونو ته د هوسا ژوند زمينه برابره کړي.

همداراز د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رییس شيخ نيک محمد افغاني وویل، اسلامي امارت اقتصادي ډګر داسې ساتلی چې په نژدې راتلونکي کې به د هېواد ټول ولسونه له اسانتیاوو برخمن شي.

نوموړي زیاته کړه، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د ولسونو اتحاد او یووالي ته ډېره اړتیا ده.

د غونډې په پای کې د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مفتي تسلیم الله حقاني او د کوچیانو چارو د اقتصادي خدمتونو رییس مفتي لعل محمد منيب وویل؛ اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ او ولسونو د هوساينې لپاره په لويو پروژو کار پيل کړی، چې ولسونه به يې له خدمتونو برخمن شي.

دوی زياته کړه؛ د پرمختيايي پروژو د چټک کار او دوام لپاره ولسي اتحاد او اتفاق ته اړتيا ده او په وینا یې، کونړ د انقلاب دروازه پاتې شوی د هر اشغالګر لپاره د جهاد غږ همدې خلکو پورته کړی، نو اوس يې وخت دی چې موږ يې خدمت وکړو او د ستونزو د حل ډاډ ورکړو.