د ریاست الوزرا ادراي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل ولایت له یو شمېر سیمه ییزو مسولینو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو سیمه ییزو مسولینو او مجاهدینو په دې ولایت کې د عمومي وضعیت په اړه د معلوماتو شریکولو پر مهال ویلي، سیمه ییز مسولین په دغه ولایت کې خلکو ته د خدمت او د دوی د ژوندانه د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.
دغه راز یادو مسولینو په سرپل ولایت کې د ښوونې او روزنې او د پراختیایي چارو برخو ته د اسلامي امارت د لازیاتې پاملرنې غوښتنه کړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د اسلامي امارت مسولین باید په مرکز او ولایتونو کې د خلکو نظرونو او غوښتنو ته پاملرنه او د شته امکاناتو پر اساس ورته رسېدنه وکړي.