ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مېټرونو د ډیجیټلایزېشن او انلاین سیسټم جوړولو ته د داخلي او خارجي شرکتونو لېوالتیا

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د خپل کار په دفتر کې د دوو داخلي او خارجي شرکتونو له رییسانو هر یو لکه پیسانټ سټيپایټي او سیف الرحمن هوتک سره د مېټرونو د ډيجیټل کېدو، انلاین سیسټم جوړولو او اسانتیا رامنځته کيدلو په موخه خبرې کړې دي.

ناسته کې ډاکټر عبدالباري عمر د یادو شرکتونو رییسانو ته د مېټرونو ډيجيټل او انلاین سیسټمونو اسانتیاوې رامنځته کولو او جوړولو د همکارۍ غوښتنې ترڅنګ د برېښنا اړوند لمريزي، ګازي او بادي برېښنا په اړه هم بېلا بېلې طرحې وړاندې کړې، تر څو وکولی شو دې برخه باندې په ګډه همکارۍ سره کار وکړو.

د یادو شرکتونو رییسانو ویلي، موږ غواړو دې برخه کې پانګونه وکړو او دغه راز د برېښنا شرکت اړوند بېلا بېلو نورو برخو کې هم خپلې طرحې تاسو ته وړاندې کړو.

دوی همداراز د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.