د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي ادارې له عمومي مشرې روسیلا میکیو سره لیدنه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتونونو له لوري پر وړاندې کېدونکو خدماتو د خبرو سربېره د ظرفیت لوړونې برخه کې د لنډ مهاله او اوږدمهاله پروګرامونو په لاره اچولو، د شته روغتیايي خدماتو پر پراختیا، معلولیت لرونکو ناروغانو لپاره د خدماتو برابرولو او په ایمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي پروګرامونو د پیل اړوند خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان روغتیايي برخې د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو روغتیايي ادارو مرسته اړینه بللې او د روغتیايي خدماتو د پراختیا ترڅنګ یې د افغان روغتیايي پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونو برخه کې د یادې ادارې له عمومي مشرې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
بل لور د یادې ادارې عمومي مشرې د خپلې وینا پر مهال ویلي؛ موږهڅه کوو، چې د روغتیا په برخه کې پر اساسي او دوامداره کار برسېره خپل خدمات لا پراخه کړو.
نوموړې زیاته کړې، ژمن یو چې د نړیوالې ټولنې په مرسته روغتیا وزارت سره په دغه برخه کې لا زیات همکاران را جلب او شته ستونزې حل کړو.