ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت ته د سوداګریزو بندرونو عصري کول او د زېربناوو پراختیا لومړیتوب لري

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ اسلامي امارت د سوداګرۍ د ودې په موخه د سوداګریزو بندرونو عصري کول او د زېربناوو پراختیا په خپلو لومړیتوبونو کې نیولې ده.

په ننۍ نړۍ کې د هېوادونو پر اقتصادي پرمختګ او د ټولنې په هوساینه کې سوداګري؛ پیر او پلور هم رول لري. اسلامي امارت د سوداګرۍ اهمیت ته په کتو دې برخې ته پوره پاملرنه کړې ده او هڅه یې دا ده چې خپله سوداګري زیاته کړي.

د پراخې سوداګرۍ په لور حرکت د سوداګرۍ یوه واحد سیستم رامنځته کولو، په دې برخه کې د شته موانعو لرې کولو او د ګمرکي تعرفې کمولو ته اړتیا لري.

اسلامي امارت په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي، د دې هڅو ښکاره بیلګه د صادراتو په کچه کې زیاتوالی دی.

د یاد معاونیت په وینا؛ سره له دې چې لا هم د سوداګرۍ د کسر کچه لوړه ده، خو د سوداګرۍ په برخه کې د شته کسر د له منځه وړلو په موخه کره او دقیق پلانونه چمتو شوي او د سوداګرۍ سکټور د پیاوړتیا په خاطر زیربناوې چې مهمه برخه یې د سوداګریزو بندرونو پراختیا او په عصري وسایلو سمبالول دي. د رغولو په حال کې دي.

د هېواد په ۱۲ کمرکونو کې الکترونیکي سکنرونو نصبول د ګمرکونو د عصري کولو ښه بیلګه ده.

د ځمکنیو سوداګریزو بندرونو شتون د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې زیات اهمیت لري، افغانستان د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د خپلو سوداګریزو بندرونو له لارې خپله سوداګري ترسره کوي او له دې لارې غواړي خپله سوداګري پراخه کړي.

اقتصادي معاونیت زیاتوي؛ د افغانستان مهم او فعال سوداګریز بندرونه؛ تورغونډۍ، اسلام کلا، زرنج، سپین بولدک، غلام خان، تورخم، آقینه، حیرتان او شیرخان دي. اوس مهال دا بندرونه فعال او په ورځي ډول ترې په زرګونو ټنه صادراتي او وارداتي توکي انتقالیږي.

له همدې بندرونو څخه په شفاف او د برېښنايي سیستم پرمټ په ورځنی ډول میلیونونه افغانۍ عواید راټولیږي، چې دې خپله د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې زغنده رول لوبولی دی.