ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سږ کال جوزجان کې څه‌باندې ۳۲ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د جوزجان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست د ‍‍۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۰ زره او۷۷۷ کسانو ته برېښنایي او ۱۱ زره او ۳۰۰ نورو غوښتونکو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له‌مخې په دې ولایت کې د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې شپږ زره او ۷۴۰ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د تایید، ۶۹۹ نورو هېوادوالو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو اړوند خدمتونه او ۶۹۸ کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه وړاندې شوي دي.

د جوزجان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۱۹۸ اقتصادي، اجتماعي او ډیموګرافي فورمو د وېش له لارې د دې ولایت په اړه ارقام او معلومات را ټول او دا راز یې له بازار څخه د ۲۹۱ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو معلومات هم را ټول کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکړای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.