د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د خبر له مخې، ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د دې هېواد ۴۷م ولسمشر شو.
د وروستیو پایلو له مخې تر دې مهاله ډونالډ ټرمپ ۲۷۷ او کمالا هریس ۲۲۴ رایې ترلاسه کړې دي.
د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د ۲۷۰ رایو ګټل اړین دي. ټرمپ د ۲۷۷ رایو په ګټلو سره یو ځل بیا د څلورو کلونو لپاره د امریکا ولسمشر اعلان شو.
یادې ټاکنې پرون سېشنبه د نومبر میاشتې پر ۵مه پیل شوې، چې د جمهوريپال ګوند له لوري ټرمپ د دیموکرات ګوند له نوماندې کمالا هریس سره سخته سیالي پکې وکړه.
ټرمپ هم وړاندې د خپلې بریا اعلان وکړ او له دې اعلان وروسته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو نوموړي ته د بیاځلې ولسمشرۍ مبارکي ویلې ده.