ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: قطر تل له افغانستان سره دوستانه اړیکو ته لومړتیوب ورکړی

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې مولوي امیرخان متقي د نړیوالو همکاري لپاره د قطر د دولت له وزیرې لولوة الخاطر سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ښاغلي متقي د قطر له کوربتوب د مننې تر څنګ ویلي، چې یاد هېواد تل له افغانستان سره د دوستانه اړیکو پراختیا ته لومړیتوب ورکړی.

نوموړي د افغانستان د تازه وضعیت په تړاو معلومات وړاندې کړي او هغوی یې هڅولي، چې افغانستان کې د سوري زړه ماشومانو تداوي، د کرنې په برخه کې د اصلاح شویو تخمونو، ډیپلوماټانو او لوبغاړو ته د روزنیزو زده کړو او لوبو لپاره د لوبغالو په جوړولو کې مرسته وکړي.

اغلې لولوة الخاطر ویلي، چې موږ له افغانستان سره اړیکو ته د قدر په سترګه ګورو، په دې وروستیو کې افغانستان ته د قطر هېواد د لومړي وزیر سفر ددې اړیکو د پراختيا ښه ثبوت دی.

نوموړې زیاته کړې؛ له نېکه مرغه قطر الخیرية موسسې افغانانو ته په بېلا بېلو برخو کې د مرستو په رسولو کې فعالیت پيل کړی او له افغانستان سره په یادو سکټورونو کې لکه روغتیا، زده کړو، کرنې، بدني روزنې او داسې نور بېلابېلو برخو کې مرستې ته ژمن یو او هڅه کوو، چې له افغان حکومت سره په همغږۍ ژر تر ژره میکانیزم جوړ او یادې پروژې پیل کړو.

ورپسې قطر کې د افغانستان سفیر ښاغلي دکتور محمد نعیم وردګ د سفارت اړوند ځينې موضوعات مطرح کړي، چې د اغلې لولوة له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.