د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بنکلهدېش لوبډلې ته د ۹۲ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او لومړۍ لوبه یې پخپل نوم کړه.
افغان لوبډلې د دې لوبې پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
ملي لوبډلې ښه پيل ونه کړ او په لومړیو ۲۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۱ منډې جوړې کړې، خو محمد نبي عیسیخیل او لوبډلمشر حشمتالله شهیدي د شپږمې ویکټې لپاره د ۱۰۴ منډو غوره ملګرتیا وکړه.
د افغان لوبډلې په ګټه محمد نبي ۸۴ منډې جوړې کړې او په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې یې ۱۷مه نیمه سلیزه پوره کړه. دغهراز یې په یو ورځنیو سیالیو کې ۳۵۰۰ منډې پوره کړې او له رحمت شاه وروسته یوازې دویم افغان لوبغاړی شو، چې په یو ورځنیو سیالیو کې یې ډېرې منډې جوړې کړې دي.
حشمت الله شهیدي بیا په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ۲۲مه نیمه سلیزه پوره کړه او له ۵۲ منډو جوړولو وروسته یې ویکټ له لاسه ورکړه.
ننګیال خروټي هم ښه توپوهنه وکړه او د افغان لوبډلې په ګټه یې ۲۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۵ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۳۶ منډو هدف وټاکه.
افغان توپاچوونکو په خورا بریالیتوب له ټاکلي هدف څخه دفاع پیل کړه او د سیالې لوبډلې لومړی لوبغاړی یې په ۱۲ منډو له ډګره بهر کړ.
سیالې لوبډلې په ۲۵ اورونو کې د دوو لوبغاړو په زیان سره ۱۲۰ منډې درلودې، خو افغان توپاچوونکو پاتې نور په ۹ اورونو کې د ۲۳ منډو په بدل کې یو پر بل پسې وسوځول.
بنګلهدېش لوبډلې په ۳۴.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي په ۱۴۳ منډو له لاسه ورکړل او د ۹۲ منډو په توپیر یې افغان لوري ته لوبه وبایلله.
الله محمد غضنفر په دې لوبه کې ښه توپاچونه وکړه او ۶ ویکټې یې ترلاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
راشد خان بیا دوې او محمد نبي او عظمتالله عمرزي یوه-یوه ویکټه ترلاسه کړه.
د افغانستان او بنګلهدېش لوبډلې به راتلونکې شنبه په شارجه کرېکټ لوبغالي کې یو ځل بیا سره مخ شي.