د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د يوې سروې له مخې په خپل نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۳ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې ۱۹ سلنه زیات والی موندلی.
لکه څرنګه چې نشه يي توکي يوه ويجاړونکې پديده ده او د اسلام له نظره په بشپړ ډول حرامه ده او سربيره په دې د افغانستان اسلامي امارت عاليقدرامير المومنين حفظه الله د لارښوونې پر بنسټ، اسلامي امارت له دغې پديدې پر وړاندې مبارزه خپل لومړيتوب ګني، چې له مخې يې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو په کښت او توليد باندې پوره بنديز لګولى دى.
د افغانستان اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت دغه سروې او د يادې ادارې ادعا په کلکه ردوي او له حقيقته يې لرې ګڼي او ښايي، چې دغه سروې د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزې مخکې د کال په لومړيو کې ترسره شوې وي، خو له هغه وروسته د پوليسو له خوا د کوکنارو د کښت ټولې ساحې له منځه وړل شوې دي، په همدې بنسټ د ملګرو ملتونه سروې يوه بې ځايه او بېبنسټه ادعا ده.
د يادونې وړ ده، چې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو د مبارزې د سروې برخه د ملګرو ملتونو له سروې سره په پوره ټکر کې قرار لري.
د کورنیو چارو وزارت د ارزونو له مخې، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د مخدره موادو په ځانګړي ډول د کوکنارو کښت او تولید د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې په برياليتوب سره وکولی شول، چې په افغانستان کې نشه يي توکي ټيټې کچې ته ورسوي او په ۲۰۲۴ کال کې هم له دې پديدې سره د مبارزې په برخه کې پرېکنده او جدي ګامونه پورته کړي دي، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې به په راتلونکي کې لا نور کوټلي ګامونه هم واخيستل شي.