د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني خوست ته سفر کړي او هلته یې د خوست د کډوالو چارو ریاست څخه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې خلیل الرحمن حقاني د یاد ریاست له رییس او کارکوونکو سره لیدلي او بېځایه شویو او راستنېدونکو ته د خدمتونو ترسراوی یې خپل کاري لومړیتوب بللی.
دغهراز نوموړي د شریعت د اصولو او قواعدو پر پابندۍ، په دندو کې پر اخلاص او روڼتیا او پر نیک چلند ټینګار کړی ده.
د خوست ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس شیخ امان الله د کډوالو چارو وزیر ته ښه راغلاست ترڅنګ، د دغې ادارې د کارونو په اړه یې معلومات شریک کړي دي.
شیخ امان الله دغه راز د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د چارو د ښه والي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.