د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له اسلاميک ريليف موسسې سره د ځوانانو د کاري زمینو، ظرفيت لوړونې، فکري اصلاح او اقتصادي پياوړتيا په برخو کې ۱۳۱ ميليونو افغانيو په ارزښت پریکړهلیک لاسلیک کړ.
یاد پریکړهلیک د ځوانانو چارو مرستیال قاري یونس راشد او د اسلامیک ریلیف موسسې رییس محمد ذوالقرنین عباس د یوې غونډې په ترڅ کې لاسلیک کړ، چې له مخي به یې د ځوانانو د کاري زمینو، ظرفيت لوړونې، فکري اصلاح او اقتصادي پياوړتيا په برخو کې اووه پروګرامونه پلي کړي.
د یادو پروګرامونو څخه به د کابل، بلخ او ننګرهار زونونو کې یو زر او ۸۲۵ تنه ځوانان ګټه واخلي.
په یاده غونډه کې ښاغلي راشد د ځوانانو په وضیعیت خبرې کړي او ویلي يي دي، هڅه کوو ځوانانو ته ورځ تربلې ښه فرصتونه او اسانتیاوي برابرې کړو.
همدارنګه ښاغلي عباس د ځوانانو په تعليمي، تحصيلي او کاري خدماتو برخو کې د ځوانانو معینیت هڅې ستایلي او ژمنه یې کړې، چې په راتلونکې کې ځوانانو برخې ته خاصه پاملرنه کوي.